د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فرانسې په نیس ښارکې وروستۍ حمله چې ۸۴ تنه په کې ووژل او تر ۲۰۰ زیات زخمیان شول، بیا وغندله او ټینګار یې وکړ چې امریکا به د داعش پرضد مبارزه جاري وساتي.
ولسمشر اوباما پرون جمعه په سپینه ماڼۍ کې له بهرنیو د پلوماتانو سره په کتنه کې د فرانسې له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او تعهد یې وکړ چې د افراطي اسلام او تروریزم پرضد مبارزه به جاري وساتي.
اوباما وویل:
"دا وګړي اوشبکې د ټول بشريت لپاره توهین ګڼم، موږ نه کمزوري کوي او زموږ په نیت کې بدلون نه راځي."
ولسمشربارک اوباما همداراز د امریکا د جمهوري ریاست لپاره په ټاکنیزو مبارزو کې د مسلمانانو پر ضد نظر پر کارولو انتقاد وکړ.