مخابراتو وزارت د مخابراتي پوښښ ساحه پراخوي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت وايي د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د پراخوالو پر پلان کار کوي.

د یاد وزارت ویاند محمد یاسین صمیم ازادي راډیو ته وویل د هېواد په مختلفو برخو کې به لسګونه انتنونه ولګوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي دا مهال په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو شاوخوا ۶ سوه انتنونه فعالیت لري.