د نړۍ ګڼو مشرانو د فرانسې حمله په سختو ټکو غندلې

د نړی ګڼ شمېر مشرانو په فرانسه کې پرونۍ تروریستي حمله په سختو ټکو غندلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي،د جرمني صدراعظم او د اروپايي شورا مشر د فرانسې په نیس ښار د یوې لارې پواسطه پر علمو برید غندلی او دا يې نه بخښونکی عمل بللی دی.

دې مشرانو د تروریزم پر ضد مبارزه کې د فرانسې له حکومت او خلکو سره د یووالي ډاډ ورکړی دی.

پرون ناوخته د فرانسې په نیس ښار کې یو بریدګر پر هغو راټولو شویو خلکو په لوړ سرعت لارۍ موټر خیژولی چې د فرانسې د یوې ملي ورځې د لمانځنۍ لپاره راټول شوي وو.

لږ تر لږه څلور اتیا کسان یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، پولیسو د لارۍ چلونکی په ډزو وژلی دی.

نوموړې په یوه مشهورې ساحلي سیمه کې د یو میل په واټن درنه لارۍ د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځغلولې چې دغلته د اورلوبې د نندارې لپاره راټول شوي وو.

د نیس ښاروال کرېستیان اېستروسې وویل، د لارۍ چلوونکي د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې هم وکړې.

ده وویل، د هغه تر وژنې وروسته یې په لارۍکې وسلې او لاسي بمونه هم وموندل.

راپورونه وايي چې ګڼ قربانیان په ډزو وژل شودي.

اېستروسې پر ټوېټر په یوه بیان کې ولیکل، دا یې د ښار په تاریخ کې یو له تر ټولو تراژیکو او بدو پېښو څخه ده.

تر برید څو ساعته وروسته هم په سیمه کې په سپینو څادرونو کې پوښلي جسدونه لیدل کیدل.

فرانسوي چارواکو د دې پېښې په اړه د تروریزم د یوې پېښې په څیر څیړنې پیل کړي دي.

په سیمه کې د کوم بل برید نښې هم نه دي لیدل شوي خو د نیس د ښار اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې په کورونو کې دننه و اوسي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ دا یو روښانه او څرګند تروریستي برید ګڼلی.

له دې برید سره په تیرو اتلس میاشتو کې دا دریم تروریستي برید دی چې په فرانسه کې ترسره کیږي.