نبیل: دغه اسناد د ترهګرو ډلو نه د پاکستان د ملاتړ ښکارندويي کوي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د ځینو اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره دا څرګنده کړې چې د پاکستان استخباري اداره له حقاني شبکې او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي.

ښاغلی نبیل ادعا کوي چې ای.اېس.ای د حقاني شبکې غړو او قومندانانو ته خوندي ځایونه او تجهیزات برابر کړي او له یادې ډلې نه په قوت سره ملاتړ کوي.

ښاغلي نبیل په دې اړه ځیني اسناد هم له رسنیو سره شریک کړي چې ښيي په پاکستان کې ۵۱ ترهګرې ډلې فعالې دي کوم چې له دیني مدرسو نه خلک نیسي.

د ملي امنیت پخواني رئیس ویلي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې له حقاني ډلې لکه د هند په وړاندې لشکر طیبه داسې استفاده کوي او د خپلو هدفونو لپاره په دغه هېواد کې د جګړې اور ته پوکی ورکوي.

رحمت الله نبیل وايي چې پاکستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو شپږ ورځې مخکې پرته له هیڅ ډول مخکینۍ خبرتیا څخه په یو اړخېز ډول په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل چې هدف یې په افغانستان کې د وضعیت خرابول وو.

ښاغلي نبیل ویلي چې د یادو عملیاتو په پیل سره پاکستان د شاه سلیم کوتل، توپخانې او هغه لارې چې پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان سره نښتې پرانېستې ترڅو د افغان دولت وسله وال مخالفان افغانستان ته راشي او د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي.

په هغه اسنادو کې چې ښاغلي نبیل خپاره کړي راغلي چې په ضرب عضب عملیاتو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا حقاني شبکه ونه ځپل شوه بلکې د دغو عملیاتو نه مخکې د یادې شبکې غړي، کورنۍ، وسلې او تجهیزات خوندي ځایونو ته لېږدول شوي وو.

په هغو اسنادو کې چې د پاکستان د استخبارتي ادارو له خوا یو بل ته لېږل شوي او ښاغلي نبیل رسنیو ته استولي لېدل کېږي چې له عملیاتو نه مخکې په شمالي وزیرستان کې عطا محمد او حافظ لقمان الله د حقاني شبکې د ملا زر محمد د ډلې قومندانان د میرانشاه په دته خیلو سیمه کې د پولیسو په یونیفورم کې د پاکستان د پوځ په موټرو کې پوځي کمپونو ته لېږدول شوي دي.

عطا محمد او حافظ لقمان الله د حقاني شبکې د ملا زر محمد د ډلې قومندانان د میرانشاه په دته خیلو سیمه کې د پولیسو په یونیفورم کې د پاکستان د پوځ په موټرو کې پوځي کمپونو ته لېږدول شوي

په یو بل سند کې چې د افغانستان د ملي امنیت د ریس له خوا رسنیو ته رسیدلی لیدل کېږي چې د پاکستان د استخباراتو مرکزي دفتر په خېبر پښتونخوا کې خپل دفتر ته ویلي چې حافظ ګل بهادر، مولوي حمدالله او کسان یې په پېښور کې حیات اباد او بورډ تهکال ته ولېږدوي او هلته ورته کور په کرایه ونیسي.

ښاغلي نبیل په هغو پاڼو کې چې له رسنیو سره یې شریکې کړي، دا ای.اېس.ای د مرکزي دفتر هغه مکتوب ته هم اشاره کړې چې په کې د کابل پر نړیوال هوايي ډکر برید کوونکي او د دغه برید طرحه کوونکي په کې ستایل شوي دي او ویل شوي چې حاجي خلیل حقاني، حاجي حکیم ولسوال، قاري ظاهر شاه او مولوي حکیم ته دې دوه نیم میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکړل شي.

نبیل: حافظ ګل بهادر، مولوي حمدالله او کسان یې په پېښور کې حیات اباد او بورډ تهکال ته ولېږدوي

په اسنادو کې راغلي چې له دغو کسانو یره دې په کابل کې د پر سرحدونو چارو وزارت د برید په اړه هم خبرې وشي.

د دغو اسنادو په یوې برخه کې چې رحمت الله نبیل رسنیو ته لېږلي د پاکستان استخباراتي ادارې ویلي، د توریالي په نوم کس ته دې چې د یوې تروریستي ډلې مسوول دی، د اکوړه خټک په سیمه کې وسلې او تجهیزات ورکړل شي ترڅو په افغانستان کې د شیعه ګانو مشران وتښتوي او یا یې هم له منځه یوسي.

په دغو اسنادو کې دغه راز راغلي چې په کوټه کې د پاکستان استخباراتي ادارې په اسلام اباد کې د دغې ادارې مرکزي دفتر ته لیکلي چې د طالبانو د کوټې د شورا غړېو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي او دوی ته تر خبرو مخته شرطونه هم وړاندې شوي دي.

نبیل: پاکستان په افغانستان کې شیعه رهبران له منځه وړل.

ښاغلي نبیل په پایله کې ویلي چې پاکستان په درېیو برخه کې خپلو دوه ګونو سیاستونو ته دوام ورکوي، لومړی په افغانستان کې د جګړې د پراخولو لپاره د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په وسله سمبالول او تجهیزول.

دوهم د افغانستان د قومنو تر منځ د اختلافونو رامنځته کول او درېیم د افغانستان د سیاسیونو تر منځ د بې اعتمادې د فضا رامنځته کول او له دې طریقه د دغه هېواد ادارو ته لاره پیدا کول.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس وايي چې د پاکستان د دوه ګونو سیاستونو له امله د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې هم سخت اغېزمن شوي او پاکستان نور نه شي کولای په دې ډول پالیسۍ سره د سیمې او نړۍ په کچه په تعملاتو کې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله اغېزمنتیا ثابته کړي.

رحمت الله نبیل سپارښتنه کړې چې حکومت او افغان سیاسیون له رامنځته شوي وضعیت او پر پاکستان د سیاسي فشارونو له دې موقعې ګټه پورته کړي او نوموړی هېواد اړ کړي چې په افغانستان کې له خپلو لاسوهنو او ناسمو پالیسو له پلي کولو لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې اسنادو کره والی کومې سرچینې نه دی تائید کړی.

د ښاغلي نبیل له‌خوا نور وړاندې شوي اسناد:

د ښاغلي نبیل له‌خوا نور وړاندې شوي اسناد:

د ښاغلي نبیل له‌خوا نور وړاندې شوي اسناد:

راپور: اجمل تورمان