ارګ: افغان حکومت د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې کوي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن آزادي راډیو ته وویل چې حکومت هڅه کوي څو ماشومان له سختو کارونو لرې وساتي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاري جدي پام ساتي او هیڅ یوه دولتي او خصوصي شرکت ته اجازه نه ورکوي چې ماشومان په دندو وګماري."

د افغانستان جمهوري ریاست په داسې حال کې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره له جدي هڅو خبرې کوي چې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې افغان حکومت د هغو ماشومانو په خوندیتوب کې ناکامه شوی چې په سختو شرایطو کې کار کوي.