تیریزا مې: له اروپايي اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو ترتیبات وخت نیسي

د بریتانیا نوې صدراعظمې تیریزا مې وايي، وخت ته اړتیا لري چې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو ترتیبات ونیسي.

په همدې حال کې دې بوریس جانسن چې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو مشر ګڼل کېږي، د بهرنیو چارو وزیر نومولی دی.

د نوموړي نومونه چې په بوریس مشهور دی او پخوا د لندن ښاروال و، د ډېرو په نظر د بهرنیو چارو وزارت لپاره یو لانجمن انتخاب دی.

بوریس جانس د نړۍ یو شمېرمهم مشران په ملنډو یاد کړي دي.

مېرمن تیریزا د بریتانیا د بهرنیو چارو تجربه کار وزیر فلیپ هامنډ د مالیې وزیر نومولی دی.