د ملګروملتونو د نړیوال میراث کمېټې د ازبکستان د شخر سبزتاریخي مرکزپه دې سیمه کې د پرمختیايي چاروله کبله د نړیوالو میراثونو د هغو ساحو په لېست کې شامل کړچې له انقراض یا له منځه تلو سره مخامخ دي.
دې کمېټې پرون چهارشنبې وویل چې د ښارپه دې برخه کې چې د منځنۍ پېړۍ میراث ده، د ګرځندویانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر د ودانیو پر نړولو اندېښنه لري.
د دې کمېټې په وینا په دې ساحه کې د هوټلونو او نویو ودانیو جوړېدا د تاریخي شخرسبز په بڼه کې بنیادي بدلون راوستی دی چې بېرته نه شي اصلاح کېدای.
دې کمېټې له یونسکو غوښتي چې ازبکستان ته یو پلاوی واستوي څو دې تاریخي ځای ته د اوښتې تاوان اندازه ولګوي او د اوښتي تاوان د اصلاح کولو لپاره مناسب وړاندیز وکړي.
دا ساحه چې د ورېښم لارې پر سر د کیش په سیمه کې موقعیت لري، ۲ زره کاله پخوانۍ ده.