د ښځو د پياوړتیا یا پروموټ پروژې په چوکاټ کې ۷۰۰ افغانو نجونو ته د لوړو زده کړو بورسیې برابرې شوې.
د پروموټ پروژې مشرې ثریا عمر نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دغو ۷۰۰ بورسیو ارزښت پنځلس میلیونه ډالرو ته رسیږي چې له ډلې به یې ۱۸۰ نجونې د ماسټرۍ لپاره هند ته واستولای شي او پاتې نورو نجونو ته به په هېواد کې دننه د خصوصي پوهنتونو مصارف ورکړل شي.
د اغلې عمر په خبره د یادو بورسیو د ویش لپاره له یوه منظم او شفاف مېکانېزم کار اخلي او هڅه کوي چې مستحق کسان زده کړو ته ولیږي.
د پروموټ پروژې د افغان حکومت او امریکا متحده ایالتونو تر ټولو ستره پروژه ده چې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې ده.