افغان کرکټ ملي ټيم نن له ایرلنډ سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن له ایرلنډ سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، دا لوبه د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپيښين په پنځلس باندې دوو بجو پیلیږي.

ښاغلي هوتک زیاته کړه:

"تر دا مهاله دوه لوبې شوي دي. یوه لوبه د اورښت له امله ونه شوه او دویمه لوبه هم چې ترسره شوه افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله ګټه پای ته ورسوله. نننۍ لوبه هم افغانستان ته خورا مهمه لوبه ده او په ګټلو سره به یې په امتیازونو کې ډېر تفاوت راشي."

د ښاغلي هوتک په خبره افغانستان به دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم له ايرلنډ سره وکړي.

ایرلنډ او افغانستان دواړه د کرکټ دویم درجه غړي هېوادونه دي چې تر ۲۰۱۷ کاله پورې د ډېرو لوبو په ګټلو سره د کرکټ د نړیوالې شورا لومړي درجه غړیتوب ترلاسه کولای شي.