هند له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه ډالرو مرسته کوي

هند له افغانستان سره د کوچنیو پراختیايي پروژو لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.

په کابل کې د هند سفیر منپریت وهورا پرون چهارشنبې د افغانستان د حکومت له اجرایي رئیس مشرعبدالله عبدالله سره د دې پروژو د قرارداد ترلاسلیک وروسته څرګنده کړه چې په دې پيسو به د لږ تر لږه ۸۷ پراختیايي پروژو کار پيل شي.

د حکومت د اجرايي ریاست خبرپاڼه وایي چې حکومت به د هند دغه مرسته د ښوونځیو، کلینیکونو، پلونو او پلچکونو په رغولو ولګوي.