د بغداد په شمال کې بمي چاودنې ۷ کسان وژلي

د بغداد په شمال کې په بمي چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او يوولس ټپيان شوي دي.

عراقي چارواکي وايي چې نن دغه بم په رشيديه کې د پوليسو له پوستې سره په یوه موټر کې وچاودېد. دا په دغه سیمه کې په دوو ورځو کې دننه دوهمه بمي چاودنه ده.

د پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.