تیره اوونۍ د نشه یي توکو د قاچاق په تور۹ تنه نیول شوي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تیرې اوونۍ په جریان کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نهه تنه نیولي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې له عدلي او قضايي مرکزه په خپرې شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان له کابل، هرات او بغلان څخه نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس له نیول شوېو کسانو څخه د وسلو ترڅنګ۵۶۸ کیلو ګرامه تاریاک هم نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د بلخ امنیتي چارواکو په بلخ کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سعادت د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغو کسانو غوښتل چې ۶۴ کیلو ګرامه تاریاک له بغلان څخه بلخ ته انتقال کړي.

ښاغلي سعادت زیاته کړه:

"هغه کس چې د دوی راه بلد و او په مزار کې یې ورته دغه مواد تسلیمول خوشبختانه نیول شوی او څلور شپیته کیلو تاریاک هم نیول شوي."

د بلخ امنیه قوماندان وايي چې په تیرو څلورو میاشتو کې ۱۱۱ کیلو ګرامه هیروین او څلور شپیته کیلو ګرامه تریاک نیولي او عاملین یې هم عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.