پاکستان کې یو عیسوی سړی مقدساتو په سپکاوي تورن دی

د پاکستان پوليس په یوه عيسوي سړي پسې ګرځي چې ورباندې تور دی خپل مسلمان ملګري ته يې د ټیليفون له لارې د دوی په وينا مقدساتو ته د سپکاوي په مقصد يو نظم لېږلی وو.

د پولیسو په وينا، ياسر بشير د پنجاب ايالت په ګجرات ولسوالۍ کې پوليسو ته رسمي شکایت کړی چې جېمز نديم دغه نظم ورسره د وټس ايپ له لارې شريک کړی.

دېرش کلن جېمز واده کړی او وروسته له هغه له دې سیمې تښتېدلی چې پوليسو د ياسر شکايت ثبت کړ.

په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قوانين چې په ۱۹۸۰يمه لسيزه کې جوړ شوی، د اعدام تر بریده سزا ورکولای شي.

د ۱۹۸۷میلادي او ۲۰۱۵میلادي کال تر منځ شاوخوا ۱۴۸۱ کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور محاکمه شوي.

پر هر کس چې اسلام ته د بې احترامي تور وي، د پوليسو له خوا نيول کېدای شي.

په ۲۰۱۵میلادي کال کې مسلمانانو يوه عيسوي مذهبې جوړه په وهلو ډبولو ووژله او جسدونو ته يې اور ورته کړ. پر دوی تور وو چې قران ته يې سپکاوی کړی.

د ۲۰۱۰م کال او ۲۰۱۵م کال تر منځ لږ تر لږه نهه کسانو ته د اعدام سزا اورول شوې چې ورباندي مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي تور وو او درو نورو ته د عمر قيد سزا اورول شوې.