د مشرانو جرګې د کمېټې غړو له ولسي جرګې رأیه ترلاسه نکړه

د افغانستان ولسي جرګې هغو لسو تنو ته د باور رایه ورنه کړه چې په ګډ کمېسیون کې یې باید د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د وروستي فرمان برخلیک معلوم کړی وای.

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د هغو لسو تنو په اړه رایه اچونه وشوه چې باید د مشرانو جرګې له یو شمېر غړو سره په ګډ کمېسیون کې برخه واخلي، خو جرګې تائيد نه کړل.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي ژمنه وکړه چې جرګه به ډېر ژر نوي کسان په دغه کمېسیون کې د غړیتوب لپاره معرفي کړي.

له هغې وروسته چې ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دوهم فرمان رد او مشرانو جرګې د ځینو تعدیلاتو په راوستو تایید کړ د قانون له مخې باید د دواړو خونو ګډ کمېسیون د دغه فرمان برخلیک معلوم کړي.

مشرانو جرګې تېره ورځ دغه کمېسیون ته له خپلې خوا غړي معرفي کړل.