م.م: په جنوبي سوډان کې ښکیلو خواوو اوربند ظاهراً مراعت کړی

ملګري ملتونه وایي، د جنوبي سوډان په پلازمینه "جوبا" کې د جګړې د ښکیلو خواوو له لوري اعلان شوی اوربند ظاهراً مراعت شوی دی.

خو د ملګرو ملتونو په وینا، د اوربند تر اعلان ۲۴ ساعته وروسته هم په جوبا کې خال-خال ډزې اورېدل کیدې.

د دې سازمان ویندوې پرون سې شنبې څرګنده کړه چې په جنوبي سوډان کې د دوی دفتر تایید کړې چې د جوبا هوايي ډګر پرانېستل شوی خو پر تجارتي پروازونو بندیز دی.

د جنوبي سوډان ولسمشر سلفا کیر او د حکومت ضد وسله والو مشر ریاک مشار تر پینځه ورځې جګړې وروسته، وړمه ورځ په خپلو کې اوربند اعلان کړ.