جوزجان کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان زیندۍ کړی

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د شبرغان ښار اړوند د یماق تنکه په کلي کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان زیندۍ کړی.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن ازادي راډيو ته وویل، دا پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغې نجلۍ ځکه ځانوژنه کړې چې له خپلې خوښې پرته یې په جبري ډول پلار بل چاته په نکاح کړې وه.

د جوزجان چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ښځو د ځان وژنې، قتل او د تاوتریخوالي بېلابېلو پېښو۱۸ قضیې یې ثبت کړي.