سروې: اروپا کې تروریستي ګواښ د کډوالو بحران سره تړلی دی

د اروپایي اتحادیې په لسو هېوادونو کې یوه ترسره شوې سروې ښیي چې ډېر اروپایان ګومان کوي چې اروپا د تروریستي ګواښ زیاتوالی د کډوالو له بحران سره تړلی دی.

اروپا تېرکال له یوملیون زیات کډوال چې اکثره یې د سوریې، عراق او افغانستان دي، منلي.

اکثرو دغه کډوالو هم له جرمني او سویډن څخه د پناه اخیستو غوښتنې کړي دي.

دغه سروې چې په واشنګټن کې مېشت د پیو تحقیقاتي مرکز ترسره کړې، د لسو هېوادونو له ډلې په اتو کې لږترلږه نیمایي ګډونوالو ویلي چې د دوی په باور دغه کډوال به د تروریزم احتمال زیات کړي.

د لست په سرکې هنګري او پولند دي، په سلو کې ۶۷ هنګریانو او په سلوګې ۷۱ پولندیانو ورته نظرڅرګند کړی دی.

دغه سروې پر پولند او هنګري سربیره، په جرمني، سویډن، هالند، بریتانیا، فرانسې، هسپانیا، ایتالیا او یونان کې ترسره شوې ده.

د دغې سروې له مخې جرمني او سویډن چې تر ټولو زیات یې په خپله خاوره کې کډوالو او پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی، یواځینې دوه هیوادونه دي چې لږترلږه نیمایي وګړو یې ویلي چې پناه غوښتونکي په خپلو استعدادونو او سخت کارسره دغه هیوادونه لا پیاوړي کوي.