د انتخاباتو په اړه مختلطې کمېټې ته ۱۰سناتوران معرفي شول

د افغانستان مشرانو جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر په تقنیني فرمان باندې د بحث لپاره مختلطې کمېټې ته لس تنه سناتوران معرفي کړل.

د دغې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار دا کسان وروسته له هغې معرفي کړل چې د مشرانو جرګې د تقنین کمېسیون له خوا یې وړاندیز وشو.

وروسته له هغې چې د افغانستان ولسي جرګې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقیني فرمان رد کړ او مشرانو جرګې په ځینو تعدیلاتو تایید کړ، له قانون سره سم له دواړو جرګو به مختلط کمېسیون په دې اړه وروستۍ پریکړه کوي.

تر اوسه ولسي جرګې مختلط کمېسیون ته څوک نه دي معرفي کړي.