د امریکا دفاع وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر په یوه نا اعلان شوي سفر نن کابل ته راغی.

ټاکل شوې ښاغلي کارټر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکولسن سره لیدنې وکړي.

کارټر وروسته له هغې افغانستان ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ۵۵۰۰ پخواني اعلان شويو پوځیانو پر ځای تر د ۲۰۱۷ میلادي کال پورې د ۸۴۰۰ پوځیانو د پاتې کېدو اعلان وکړ.

دغه پوځيان به د ناټو ځواکونو سره په خوا کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او امریکا همدارنګه په افغانستان کې د ترورېزم ضد ځانګړي ځواکونه هم لري.

واشنګټن ژمنه کړې چې هر کال به له افغان امنیتي ځواکونو سره ۳.۵ میلیارده ډالره مرسته کوي او همدارنګه به د امریکا متحدان ناټو هم له افغان ځواکونو سره هر کال یو میلیار ډالره مرسته وکړي.