د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د غزني د اب بند لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال له درېیو ملګرو سره وژل شوی.
له دغه وزارته نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ملا عبدالشکور او ملګري یې د افغان پولیسو په یوه کمین کې ووژل شول.
وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې ملا عبدالشکور په غزني ولایت کې په وسله والو حملو او د ځینو کسانو په صحرايي محکمو کې فعاله ونډه درلوده.
وسله والو طالبانو لا تراوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.