تیریزا مې به د بریتانیې د صدراعظمې په توګه اعلان شي

د بریتانيې د کورنیو چارو وزیره تیریزا مې به د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد د صدراعظمې په توګه اعلان شي.

د بریتانیې له محافظه کاره ګونده د دې رقیبې پرون دوشنبې د صدارت لپاره له سیالۍ د وتلو اعلان وکړ.

تیریزا مې ۵۹کلنه ده او د صدراعظم ډیویډ کامرون پرځاى به کار پیل کړي.

کامیرون ویلي چې ملکې الیزابېت ته د خپل استعفی لیک تر وړاندې کولو مخکې به د خپلې کابینې د وروستۍ جلسې مشري وکړي او سبا به د پارلمان د غړو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په غونډه کې برخه واخلي.

کامرون په بریتانیه کې د وروستۍ ټولپوښتنې له امله چې له اروپايي اتحادیې یې د دې هېواد دوتلو پریکړه وکړه، له دندې د خپلې استعفی خبر ورکړ.

سره له دې چې تیریزا مېپه اروپايي اتحادیه کې د پاتې کېدو پلوى کوله خو ویلي یې دي چې له شوې پریکړې د شاته کیدل امکان نه لري.

دې ویلي چې بریتانیه باید د مذاکرو پر ستراتیژۍ غور وکړي او د ۲۰۱۶میلادي کال ترپایه باید په اتحادیه کې پاتې شي.