غني: د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو پلوی یم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو "سل په سلو" کې پلوي دى، خو باید شرایط ورته برابر شي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني په راتلونکو څو ورځو کې د سیاسي کړېو او مدني ټولنې له استازو او یو شمېر دیني عالمانو سره پر "مهمو " مسایلو د خبرو لپاره غونډه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر به د خپل حکومت پر بریاوو او ستونزو د غونډې د ګډونوالو نظر واخلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي غني پرون دوشنبې مازديګر په دې اړه له خپلو سلاکارانو سره خبرې وکړې او د "سمو " انتخاباتو پر ترسره کېدو یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني پرته له دې چې نور جزئیات ورکړي، ویلي:

"هغه کسان به چې د دولت د سقوط یا د افغانستان د سیاسي جغرافیې د وېشلو فکرلري، دا ارمان ګور ته یوسي."