د پاکستان حکومت ګاوتم بمباوالې احضار کړ

د پاکستان حکومت پرون دوشنبې د پاکستان لپاره د هند لوى کمېشنر ګاوتم بمباوالې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د وروستيو خونړېو شخړو په اړه د بحث لپاره احضار کړ. په دغو شخړو کې لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي دي.

د شنبې په ورځ په دې سيمه کې چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، لږ تر لږه درې معترضان او يو پوليس افسر ووژل شول او له دې سره په سيمه کې د تلفاتو شمېر ٢٣ ته زيات شو.

دغه شخړې په سيمه کې د بېلتونپالو د يوه مشر تر وژل کېدو وروسته ولاړې شوې.

وروسته له هغې چې د هند امنيتي چارواکو وويل چې دوى برهان مظفر واڼي وژلى، هندي چارواکو د مظاهرو د مخنيوي لپاره په لانجمنه هماليايي سيمه کې ګرځ بنديز اعلان کړ.

مظفر واڼي چې د ياغي ډلې "حزب المجاهدين" يو قوماندان و، له درېيو نورو سخت دريځو وسله والو سره يوځاى د جمعې په ورځ ووژل شو.

محلي چارواکي وايي په شخړو کې د امنيتي ځواکونو شاو خوا ١٠٠ غړي هم ټپيان شوي او درې تنه يې لادرکه دي.

د هند پوليسو د مظفر واني وژنه په کشمير کې د سخت دريځو په وړاندې يوه لويه بريا بللې ده.