ایران د ۲ تابعیت لرونکو ۳ ایرانیانو دوسیې محکمې ته استولي

ایران وایي، د هغو درې ایرانیانو چې دوه تابعیت لرونکي دي او د یوه لبناني د وسيې یې محکمې ته استولي دي.

پر دغو څلورو نیول شویو لګول شوي تورونه نه دي مشخص شوي.

د تهران د څارنوال عباس جعفري دولت ابادي له قوله ایراني خبري اژانسونو نن خبر ورکړ چې ویلي يې دي د ایراني الاصلې کاناډایۍ هما هودفر، ایراني الاصله امریکايي، سیامک نمازي او ایراني الاصله بریتانوۍ نازنین زاغري او د لبناني تبعه نزار زکا دوسيې په دوو اونیو کې محکمې ته استول شوي دي.

د تهران څارنوال پر دغو څلورو تنو د لګول شویو تورونو په اړه جزیات ورنه کړل خو درې واړه ایراني الاصله هودفر، نمازي او زاغري په ایران کې د خپلو خپلوانو د لیدو په مهال نیول شوي دي.