سوریې کې هوايي حملې د الجزیرې تلویزیون یو خبریال وژلی

د الجزیره ټلویزیون وایي، یوآزاد خبریال یې د سوریې په شمال کې د ادلیب ولایت په تېرمانین ښارګوټې په هوايي بمبارد کې وژل شوی دی.

دغه ټلویزیون دغه خبریال ابراهیم العمر یاد کړ چې دې ټلویزیون ته یې لایف راپورونه ورکول.

سیمه ییزو فعالانو وویل چې په دغه هوایي بمباري کې چې د ډیزلو یو مارکېټ په نښه شوي و، اته تنه وژل شوي خو په بریتانیا کې دیره د بشري حقونو د څارډلې دوژل شویو شمیر۱۴ تنه او د ټپیانو هم لسګونو تنه ښودلی دی.