ننګرهار کې شپږ تنه وسله وال مخالفين نیول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي د ملي امنیت ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې په جلال اباد ښار، حصارک او رودات ولسوالیو کې د خپلو پلتڼو په جریان کې شپږ تنه د دولت وسله وال مخالفين نيولي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږياڼي د دوشنبې په غرمه په خبري ناسته کې وویل په نیول شویو کسانو کې درې تنه د داعش او درې نور د طالبانو پورې تړاو لري چې ټولو په خپل جرم اعتراف هم کړی:

"درې تنه وسله وال طالبان چې په حصارک ولسوالۍ او نورو سیمو کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوي او همدا راز درې تنه نور داعشيان چې دوی د غيرې اسلامي او غيرې بشري کړنو د ترسره کولو پلان درلوده مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي نیول شوي"

د دولت وسله والو مخالفينو د خپلو نیول شویو کسانو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

عطاالله خوږياڼي وايي د دولت وسله والو مخالفينو د نیونې تر څنګ په یو شمېر ولسواليو کې د وسله والو پرضد هوايي بریدونه هم دوام لري.

دی وايي په تېره اوونۍ کې اووه هوايي بریدونه ترسره شوي چې شاوخوا شپيته تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې پاکستاني وسله وال هم شامل دي.