عادل: که مې غږ وانه ورېدل شي ځان به قرباني کړم

خان ولي عادل چې په بدو کې یې د نجونو د ورکولو پرضد، مدني اعتراض پیل کړی وايي که حکومت د دوی په کورنۍ کې، په بدو کې د یوې انجلۍ د واده مخنیوی ونه کړي، نو ځان به د دغې مبارزې قرباني کړي.

ښاغلي عادل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ممکن په راتلونکو څو ورځو کې یوه ۱۲ کلنه انجلۍ په بدو کې د هغه ورور ته نکاح شي.

خان ولي عادل نږدې درې میاشتې وړاندې په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنیوي په هدف په کابل کې دتحصن خیمه ووهله او وې ویل چې حکومت باید د دغه ناوړه دود پای ته رسیدو ته هڅې وکړي.