د القاعده د موسس اسامه بن لادن زوی په یوه نوي صوتي پیغام کې چې هغه ته منصوب شوی، ګواښ کړی چې د خپل پلار د وژلو غچ به له امریکا واخلي.
دغه صوتي پیغام د القاعده د السحاب د رسنیو څانګې د جولاي له لسمه خپورکړی دی.
په پیغام کې حمزه بن لادن ویلي چې امریکایان د دوی د مشر په اړه د پریکړو مسؤل دي.
هغه وویل، القاعده به د امریکا د متحدو ایالتونو پر ضد پر مسلمانانو د ظلمونو په ځواب کې جهاد ته دوام ورکړي.
بن لادن د ۲۰۱۱ کال په می کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
تر اوسه د هغه د زوی د او سېدو ځای نه دی معلوم خو کارپوهان ګومان کوي چې هغه به ښایي دې ته تیاری نیسي چې د القاعده مشري ترلاسه کړي.