د ګوانټانامو یو یمني زنداني ایټالیاته ولېږدول شو

د امریکا متحده ایالات وایي چې د ګوانتنامو له زندانه یې یو یمني بندي ایتالیا ته لېږدولی دی چې په دې سره په دې زندان کې د پاتې شویو بندیانو شمېر۷۸ ته راکم شو.

فیاض احمد یحی سلیمان چې هیڅکله رسماً نه دی تورن شوی، څه باندې ۱۴ کلونه یې په دې زندان کې تېر کړي و.

هغه د لسګونو بندیانو په ډله کې و چې له دې زندانه یې د خوشې کېدو پریکړه شوې ده.

د امریکا د فاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات د ایتالیا د دغه بشري حرکت او د هغې لېوالتیا په خاطر چې د دغه زندان د تړلو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ کوي، منندوی دی.

سلیمان چې اوس ۴۰ کاله عمر لري، په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو په وړاندې جګړه کې د القاعده د غړیتوب په تورنیول شوی و.