شمالي کوریا د توغندیو ضد سیسټم اقداماتو خبرداری ورکړ

شمالي کوریا د امریکا د توغندیو ضد هغه سیستم په وړاندې د فزیکي اقداماتو خبرداری ورکړی چې په پام کې ده په جنوبې کوریا کې یې نصب کړي.

دغه خبرداری وروسته له هغې ورکول کیږي چې سیول او واشنګټن د جولای په اتمه اعلان وکړ چې د تهاد THAAD په نوم د توغندیو ضد سیستم چې په لوړه ارتفاعي سیمه کې ځای پرځای کیږي، د شمالې کوریا د مخ په زیاتیدونکې ګواښ د مخنیوي لپاره نصبوي.

د شمالې کوریا پوځ په یوه بیان کې وویل چې هرکله چې د نړۍ د ستر طاقت لرونکې امریکا د دغو یرغلګرو تجهیزاتو ځای او وخت معلوم شي، شمالي کوریابه یې په وړاندې فزیکي اقدام وکړي.

واشنګټن او سیول تر اوسه نه ده افشا کړې چې دغه سیستم به کله او چیرې په جنوبي کوریا کې نصبوي خو ویلي یې دي چې د نصبولو لپاره د ځای د مشخص کولو مرحله یې په وروستي پړاو کې ده.

د دغه نوي سیستم د نصوبولو اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا خزانې وزارت د شمالې کوریا پرمشرکیم جونګ اون له بشري حقونو څخه د سر غړونو په خاطر بندیزونه ولګول.