د الشباب ډلې وسله والو د سومالیا د پلازمېنې په جنوب لویدیځ کې د سومالیا پریوې پوځي اډې نن په برید کې لږترلږه لس سرتېري ووژل.
د الشباب ډلې او یوه پوځي افسر ویلي چې وسله والو له چاودیدونکو موادو بار یو موټر پر پوځې اډې سیخ کړ او د اډې دننه یې یرغل پیل کړ.
جګړن احمد فرح رویترز خبري اژانس ته وویل چې د درنو وسلو د ډزو تبادله څو ساعته روانه وه او زیاته یې کړه چې په دغه برید کې د الشباب لږترلږه دولس وسله وال ووژل شول.
له القاعده سره تړلې الشباب ډله په موګدیشو کې د لویدیځ ملاتړې حکومت د پرځولو او تندره اسلامي نظام د رامنځ ته کولو هڅه کوي.
د سومالیا چارواکو د جولای په لسمه ویلي چې حکومتې ځواکونو د موګه دیشو په جنوب کې د الشباب د پوځي وسایلو د ساتلو یوه اډه پرته له دې چې دغه ډله مقاومت وکړي، له مینځه یووړه.