غني: افغان پلاوی له وارسا غونډې ډک لاس راستون شوی

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان پلاوی په وارسا کې د ناټو د غړیو هېوادونو له کنفرانس څخه ډک لاس هېواد ته راغلی دی.

ښاغلي غني نن په یوه خبري کانفرانس کې وویل، له وارسا څخه یې ټولې هیلې ترلاسه شوې.

ښاغلي غني همدارنګه وویل نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به په اوسنیو امکاناتو تر ۲۰۲۰کاله پوري تمویل او تجهیز کړي.

ولسمشر د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستې د هغو اقداماتو په اساس وشوې چې حکومت یې کړي دي.

د ناټو د مشرانو ناسته د جولای په اتمه او نهمه نېټه د پولنډ په پلازمینه وارسا کې ترسره شوه.