سرخط: په وارسا کې د اشرف غني څرګندونو د پاکستان چیغې پورته کړې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په وارسا کنفرانس کې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر غني د څرګندونو او د نوموړي هېواد د غبرګون په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشرغني په خبرو غبرګون ښودلی او دا یې له ناهیلۍ ډکې څرګندونې بللې دي.

سرنوشت لیکلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې د ولسمشر غني تورونه رد کړي دي.

په مطلب کې راغلي محمد نفیس رسنیو ته ویلي، د ناټو په غونډه کې د افغان ولسمشر په څرګندونو ناهیلي شوي یو، نوموړي ویلي افغانستان تل پر پاکستان بې ځایه تورونه پورې کوي.

د مطلب لیکوال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکلي چې افغان حکومت باید د ترهګرۍ پرضد په روانه مبارزه کې له دوی سره همکاري وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په همدې اړه په وارسا کنفرانس کې د ولسمشرغني د څرګندونو مهم ټکي راخېستې دي.

هېواد په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، ولسمشر په وارسا کې د ناټو سرمشریزې ته ویلي، د پاکستان په وسیله د سولې لپاره د افغانستان هڅې ناکامه شوي ځکه چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو تر منځ توپیر کوي.

په مطلب کې د څلور اړخېزې غونډې نتیجې ته په اشارې سره راغلي چې ولسمشر د ناټو غړو هېوادونو غونډې ته دا هم وویل، زموږ د ګاونډیو هېوادونو سره کلیدي ستونزه په هغه څه نه درېدل دي چې موافقه مو پرې کړې ده، د همدې لپاره موږ له نړیوالې ټولنې څخه د هغه څه د تطبیق غوښتونکي یو.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړي کړي ده.

سرخط لیکلي، په وارسا کې د ولسمشر غني څرګندونو د پاکستان چیغې پورته کړې.

په سرمقاله کې راغلي چې په دغه غونډه کې افغان ولسمشر د افغانستان په وړاندې د پاکستان پر کړنو شدید انتقادونه وکړل.

د سر مقالې لیکوال لیکي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په یوې نړیوالې غونډه کې په څرګند ډول د پاکستان د کړنو په اړه انتقاد کوي.

د مقالې د لیکوال په وینا پاکستان له کلونو را په دېخوا له ترهګرو څخه په ملاتړ تورن دی او په افغانستان کې د طالبانو له پیدایښت راهیسې یې له نوموړې ډلې ملاتړ کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالې ټولنې او افغانستان سره ډېرې ژمنې کړي خو عمل یې پرې نه دی کړی.

د سر مقالې لیکوال په وارسا کې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې یو پرځای ګام او خورا ګټورې بللې دي.