د خبریالې کالوین کورنۍ د بشارالاسد په رژیم عرض کړی

د ماري کالوین په نامه د یوې وتلې امریکايي خبریالې چې درې کاله پخوا په سوریه کې ووژل شوه کورنۍ یې د بشار الاسد په رژیم عرض کړی.

د نوموړي خپلوان وايي، داسې دلایل په لاس کې لري چې د اسد رژیم په کوم ځای چې ماري او نور خبریالان په کې اوسیدل قصداً په نښه کړی دی.

دوی وايي چې د بشار الاسد رژیم دغه برید ځکه وکړ چې د هغو ولسي وژنو په هکله چې په حمص ښار کې یې کړې وې څوک رپوټ ورنه کړي.

د ماري کالوین کورنۍ د واشنګټن یوې محکمې ته عرض کړی دی.

دوی په بشارالاسد او ورور یې ماهر الاسد عرض کړی دی.