م.م د جنوبي سوډان پلازمینه کې نوې نښتې غندلي

ملګرو ملتونو د جنوبي سوډان پلازمینه کې نوې نښتې وغندلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون وویل په جوبا کې دغو درنو نښتو بیرولي او ټکان یې ورکړی دی.

هغه وویل چې د جنوبي سوډان مشران د جوبا د امنیت د کنټرول لپاره باید قاطع اقدامات وکړي او له خپلو ځواکونو باید وغواړي چې جنګ بس کړي او خپلو اډو ته ستانه شي.

دغه نښتې پرون هغه مهال پیل شوې چې د مرستیال جمهور رئیس ریک مچار پلوي ځواکونو وویل چې د جمهوري ریاست ځواکونو د هغه په کور برید وکړ.

دغو بریدونو دا اندېښنه رامنځ ته کړه چې جنوبي سوډان کیدای شي یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ستون شي.