جاهد: د چین مرستې به د کابل له امنیت سره مرسته وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چین هېواد مرستې د هېواد په ځانګړي ډول کابل د امنیت لپاره ډېرې مهمې وبللې.

تاج محمد جاهد نن د نوموړي هېواد له خوا د پلټنې او تلاشۍ د ۴۰ قلمو وسائلو د سپارلو پرمهال وویل چین لکه نور ملګري هېوادونه افغانستان سره د تروریزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.

ښاغلي جاهد وویل د دغو پرمختللیو وسایلو او تجهیزاتو په نصبېدو سره به موږ وکولای شو چې کابل ښار ته د چاودېدونکو موادو د انتقال مخه ونیسو او په پلازمینه کې امنیتي تدابیر لاپسې ښه کړو.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د چین سفیر افغان لوري ته د تخنیکي وسائلو د سپارلو پر مهال له افغانستان سره د خپلو ژمنو په دوام ټینګار وکړ.