مشرانو جرګه: حکومت دې د اصلاحاتو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي

د افغانستان مشرانو جرګه له افغان حکومت غواړي هغه ژمنه چې د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې یې په وارسا کنفرانس کې د ناټو له غړو هیوادونو سره کړې عملي کړي.

د یادې جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي د نن ورځې په عمومي غونډه کې له افغانستان سره د ناټو ژمنې مهمې وګنلې او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت هم باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي وارسا کنفرانس د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډک وبللو ویې ویل چې د افغانستان مشرانو جرګه له حکومت څخه د دوی د ژمنو د عملي کېدلو په برخه کې ملاتړ کوي.