اجمل: د حکومت عواید د تېر کال په پرتله ۳۶سلنه زیات شوي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د حکومت عواید د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه زیات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې د فساد په وړاندې مبارزه جدي شوې ده:

"د تېرو شپږو میاشتو په پرتله شا او خوا ۳۶ سلنه زیاتوالی لرو او لامل یې دا دی چې موږ د عایداتي سرچینو په برخه کې د فساد په وړاندې جدي مبارزه پیل کړې ده."

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له بېابېلو ادارو په ځانګړي ډول ګمرکونو نه له ۷۰ ملیاردو افغانیو څخه زیات عواید تر لاسه شوي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال په شپږو میاشتو کې له یادو ادارو څخه ۵۲ ملیارده افغانۍ راټولې شوې وې.