کریمي: کندز کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندز ولایت د پامیر شل فرقې مسوولان وايي چې تېره شپه د ملي اردو د ځواکونو په بریدونو کې د قوماندان شمشاد په نوم د طالبانو د یو مشهور قومندان په ګډون شپږ تنه طالبان وژل شوي دي.

د نوموړې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ازادي راډیو ته ویلي چې د کندز ولایت په کنمو سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یو مرکز د ملي اردو د توپچي قطعې په دغه برید کې دوه تنه نور طالبان ټپیان شوي دي.

ښاغلي کریمي ویلي چې وسله والو طالبانو هغه مهال د ملي اردو د ځواکونو تر حملې لاندې راغلل چې پر دوی د برید پلان جوړولو.