ننګرهار کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ مخالفین وژل شوي

د ننګرهارسیمه ییز چارواکي وايي په یاد ولایت کې د پینځو پاکستانيانو په ګډون دولس وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي د دولت وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه په کوټ او اچین ولسوالیو کې هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږياڼی وايي تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د اچین ولسوالۍ د باندر په للمې سیمه کې پر وسله والو بمبار کړی چې په پایله کې پینځه پاکستاني وسله وال وژل شوي.

نوموړی وايي دغه وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د ډلې غړي و.

د یو بل خبر له مخې عطاالله خوږياڼی وايي په ورته وخت کې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی سیمه کې افغان امنيتي ځواکونو د پوپچي بریدونو په پایله کې اووه داعشيان وژلي او دوه نور زخميان شوي دي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په دغو انداختونو او هوايي بریدونو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یادو وسله والې ډلې هم تر اوسه د دې پېښو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.