وزیري: د ناټو تصمیم د وسله والو لپاره سخت ګزار دی

د افغانستان دفاع وزارت د ناټو غړیو هېوادونو په سرمشریزه کې له افغانستان سره اعلان شوې مرستې ډېرې مهمې او حیاتي وبللې.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل پخوا تر اوس وخته ډېر توپیر لري او افغانستان به په دې وتوانیږي چې د یادو مرستو په مټ د افغان وسله وال پوځ کمزورې برخې پياوړې کړي او د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره يې په سمه توګه وکاروي.

له ښاغلي وزیري سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې د افغان وسله وال پوځ لپاره د دغو مرستو د اهمیت په اړه پوښتنه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

له دولت وزیري سره مرکه