زرګونو کسانو بوسنیا کې د قتل عام ۲۱مه کلیزه ولمانځله

زرهاوو کسانو پرون شنبې په بوسنیا کې د ۱۹۹۵ میلادي کال د کورنۍ جګړې پرمهال، د سر برنیڅه په نوم یوه ښار ګوټي کې د قتل عام ۲۱ کلیزه ولمانځله.

په بوسنیا کې د توکمیز فرق پر اساس په جګړه کې سربي ځواکونو لږترلږه ۸۰۰۰ مسلمان نارینه ووژل او په ډله ییزو قبرونو کې یې پټ کړل.

په بوسنیا کې خلک پرون د هغه موټر شاوخوا ته را غونډ شوي وو چې په سربرنیڅه کې د قتل عام لږترلږه ۱۲۷ قربانیانو نوي موندل شوي هډوکي په کې لېږدول کېدل.

دا هډوکي په وروستیو کې په یوه ډله ییز قبر کې موندل شوي چې د دوشنبې په ورځ به خاورو ته وسپارل شي.