د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان وايي، تر ۲۰۲۰ میلادي کاله به له افغانستان سره خپلې بشري او پوځي مرستې جاري وساتي.
ولسمشر زیمان پرون شنبې د ناټو د مشرانو دغونډې په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې.
هغه د افغانستان د هوايي ځواک د ۱۰۰ پیلوټانو د روزنې او د هليکوپټرود ترمیم د قرارداد ژمنه وکړه.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي غني د چک جمهوریت له ولسمشره په افغانستان کې د اوبو د ستروبندونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.