سټولټنبرګ: ناټو تړون د روسیې پر وړاندې کډ دریځ لري

د ناټو سرمنشي له روسيې سره د ګټورو خبرو او د دې تړون د کلکې دفاع پر پالیسي ټینګار کړی دی.

ینس ستولنتنبرګ نن په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې په دوهمه ورځ خبریالانو ته وویل دا تړون یو موټی دی او د روسيې پر وړاندې ګډ دریځ لري.

نوموړي وویل دی ډېر خوښ دی چې د ناټو غړي د دې پیغام ترشاه څومره یو موټی دي.

د ناټو سرمنشي وویل دا مهال د دې تړون کوم غړی هېواد د روسيې له کوم ډول ګواښ سره مخ نه دی.

ینس ستولتنبرګ وویل ناټو تړون دامهال له جلا او بې ساري وضیعت سره مخامخ دی.