د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د تازه انګورو د صادراتو په برخه کې د ټرانسپورت د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
د دغې خونې مرستیال عبدالباقي آزادي راډيوته وویل چې، د هوایي ټرانسپورت او یخچال لرونکو موټرو د نشتوالي له امله د کندهار انګور پرته له پاکستانه نورو بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېږي:
"زموږ یو خاص بازار چې دی او موږ مجبوراً د هغه بازار سره باید معامله وکړو هغه د پاکستان بازار دی، زموږ د صادراتو یو خاص مشکل د هوایي ترانسپورت او د یخچالي موټرو نشتوالی دی."
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د ترانسپورټي ستونزو او د لارو د بندیدو له امله تیرکال سوداګرو ته یو میلیون ډالر زیان رسیدلی دی.