زمری: پاکستان تورخم کې د تاسیساتو جوړېدو ته دوم ورکړی

د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، پاکستان په تورخم کې د سرحدي کرښې په څلویښت مترۍ کې د تاسیساتو جوړېدو ته دوام ورکړی.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري نن آزادي راډيو ته وویل چې د دا ډول اقداماتو څخه هدف د ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکول دي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا ځینې خپاره شوي انځورونه ښیې چې پاکستان د هغو تاسیساتو په جوړولو بوخت دی چې څه موده وړاندي ورباندي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته هم و شوه.

خو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي پر صفري سیمو د پاکستان له خوا د کار دوام ردوي.