ولسي جرګې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې په فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه.

د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي نن په عمومې جلسه کې له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د داعش ډلې په وړاندې جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو بیا وویل چې داعش په نورستان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي او په خپلو لیکو کې د جنګیالیو په جذب بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څو اونۍ وړاندې د ننګرهار پر کوټ ولسوالۍ د داعش ډلې له برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ته د سفر پرمهال ژمنه وکړه چې نه یوازې په کوټ بلکې په ټوله سیمه کې به داعش ځپل کېږي.