ولسمشر غني نن وارسا غونډې ته وینا کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن شنبې د وراسا په غونډه کې د ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو ته وینا وکړي.

د ناټو غړي به نن غرمه د افغانستان پر حالاتو ځانګړې بحث پيلوي.

امریکا د وارسا د غونډې ترپیل مخکې اعلان وکړ چې د روان کال ترپایه به ۸۴۰۰ عسکر په افغانستان کې پریږدي او تمه ده چې د ناټو نور هېوادونه هم نن په دې اړه خپل پروګرامونه اعلان کړي.

ناټو اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۳ زره عسکر لري.

د دې تړون عمومي منشي ینس ستولتنبرګ پرون یو واربیا له افغانستانه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.