اوباما به د تکزاس پېښې په خاطر اروپا ته خپل سفر لنډ کړي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما به اروپا ته خپل سفر لنډ کړي او د امريکا د تکزاس ايالت دالاس ته به لاړ شي چې يوه وسله وال کس په کې په ډزو پنځه پوليس افسران ووژل.

دغه وسله وال کس تر وژل کېدو مخکې ويلي وو چې ده غوښتل "سپين پوستي خلک" ووژني.

خو اوباما لا هم په پام کې لري چې نن په وارسا کې د ناټو په سرمشريزه کې تر ګډون وروسته هسپانيا ته لاړ شي.

سپينې ماڼۍ پرون جمعه وويل، بارک اباما به دالاس ته د سفر په خاطر په اروپا کې خپل پلان شوي فعاليتونه رالنډ کړي.

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر د ميکاه جانسن له خوا دغه وژنې کرکه پاروونکى عمل بللى او غندلى يې دي.

جانسن چې په افغانستان کې هم پوځي ماموريت ترسره کړى، د پوليسو له خوا تر وژل کېدو مخکې، په خپل کور کې وسلې، مهمات او د بم جوړولو مواد ذخيره کړي وو.

د امريکا عالي رتبه چارواکو پرون ويلي، دوى په دې باور دي چې جانسن پوليسو ته د منځګړيتوب په وخت کې ويلي، ده په يوازې سر اقدام کړى او يوازې سپين پوستي خلک په نښه کوي، ځکه د پوليسو له خوا پر تورپوستو وسله والو حملو خوابدى کړى دى.

چارواکي وايي حمله کوونکى يوازې يو کس و.