اوباما په دالاس کې د پنځو تنو پولیسو وژنه غندلې

ولسمشر بارک اوباما په دالاس کې د پنځو تنو پولیسو وژنه غندلې ده. ولسمشر زیاته کړې چې د دې پېښې عاملان به عدالت ته راښکل کیږي.

"د قانون پلي کوونکو ځواکونو په وړاندې دا ډول بریدونه او یا بل هر ډول تاوتریخوالی هیڅ ډول توجیه نه لري."

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په دالاس کې د پولیسو پنځه مامورین په ډزو وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

دا کسان د هغو اعتراضونو په ترڅ کې پرون ناوخته په ډزو وژل شوي چې د پولیسو له خوا په دوو پېښو کې د دوو تور پوستو د وژل کېدو په خاطر راپورته شوي دي.

پولیسو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې درې مشکوک برید کوونکي نیول شوي او څلور هغه د پولیسو سره په ډزو اخته دی.

یو مشکوک نیول شوی دی.

دا مظاهرې وروسته له هغې پیل شوي چې یو تور پوستی په لوییزیانا او یو بل تورپوستی په مینه سوتا کې د پولیسو په ډزو ووژل شول.